د محسن بیګ د نیولو غندنه کوو او زر دې آزاد کړې شي: مولانا فضل الرحمان
باغی ټي وي رپورټ
د باغي ټي وي د رپورټ له مخې د جمعیت علمای اسلام ف ګوند مشر او د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان له اسلام اباد څخه د سینیر خبریال محسن بیګ د نیولو په اړه لویه پریکړه کړې او اعلان کړې دې.
مولانا فضل الرحمان د مشهور خبريال محسن بيګ په کور د بريد غندنه کړې او وئيلي يې دي چې په دې پیښه کې د کور او چار دیوارۍ تقدس تر پښو لاندې شوی چې دوی ی په سختو ټکو کې غندنه کوي.
هغه زیاته کړې چې مونږ د محسن بيګ نيولو غندنه کوو او د هغه د زر تر زر آزادولو غوښتنه کوو.
مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې حکومت خپلې بهانې او غلطه لار نه پریږدي او دوی ریاستي ادارې کاری، هغه زیاته کړه چې د هر غږ د خاموشولو لپاره ادارې کارول کیږي.
مولانا فضل الرحمان ،سينيټر کامران مرتضيٰ ته هدايات کړي دي چې اوس لاړ شي او محسن بيګ ته چې څومره ضرورت وي هغه ته دې هره ممکنه قانوني مرسته وکړي. هغه به ورسره همغږي کوي.د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول زرداري د مولانا فضل الرحمان څخه وروستو د خبریال محسن بیګ لپاره هم خپل غږ پورته کړی دی.
له دې وړاندې د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) چيئرمين بلاول بهټو زرداري د خبريال محسن بيګ د نيولو غندنه کړې وه، بلاول زرداري ويلي وو چې د خبريال محسن بيګ نيول د عمران خان قوت او زور نه دې ه بلکې کمزوري ی ده، په ځان نيوکې وېره ده چې داسې نه شي چې ا ولس د هغه په اړه خبر شي. حقیقت دا دی چې خبریال محسن بیګ د خپلې کورنۍ مخې ته راښکل ،بې عزتی ی وشوه او داسې ونیول شو لکه ترهګر چې نیول کیږي، بلاول غوښتنه کړې وه چې د پي ټي ايي حکومت دې زر تر زر خبریال محسن بیګ خوشې کړي.
ياده دي وي چي ايف آئي اے سينئر صحافي او تجزيه کار محسن بيګ نيولي ،په داسې وخت کې چې دوی سره د نیول رپورټ هم نه وو، د محسن بيګ ویاند وينا ده چي ايف آئي اے او پوليس محسن بيګ وهلي او ډبولي دي پوليس او ايف آئي اے محسن بيګ نيولي د محسن بيګ د ګرفتاري وارنټ هم نه وو، او نه ئي د محسن بیګ په ضد مقدمه درج کړي شوې وه.