روسیه وايي پر اوکراین د برید پلان نه لرو امریکا ذهنیتونه خرابوي

0
136

روسیه وايي پر اوکراین د برید پلان نه لرو امریکا ذهنیتونه خرابوي

هغه ټینګار کړی دی چې لا هم هره شیبه پر اوکراین د روسیې د برید احتمال شته دی خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا پر اوکراین د روسیې د برید احتمال رد کړی او زیاته کړې یې ده چې شرخوښې امریکا تاوتریخوالي ته لمن وهي او پر بې ځایه تبلیغاتو د خلکو ذهنونه خرابوي.

(2022 /2 /  16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په دې وروستیو کې د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ناندرۍ خپل اوج ته رسېدلې دي او ورسره د غرب له لوري پر روسیې د تورونو لړۍ هم زور اخیستی دی. ریانوویستي اژانس راپور ورکړی دی چې بایډن د اوکراین په اړه له حقیقته لرې او په ښکاره پاروونکې څرګندونې کوي.

راپور کې راغلي، چې بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې روسیې خپل ځواکونه د اوکراین له پولو نه دي پر شا کړي بلکې د اوکراین پر مهمو نظامي بنسټونو یې سایبري بریدونه هم پیل کړي دي.

Leave a reply