د افغانستان چارواکو د پاکستان او الخدمت فاونډیشن شکریه ادا کړې چې هروخت ی افغان اولس سره بشري مرستې کړي او په پاکستان کې ی د افغان مهاجرینو ته هم ځای او کور ورکړې

0
336

نصیب شاه شینواري
الخدمت فاونډیشن پاکستان افغان چارواکو ته د ۴۵ میلیونو روپو په ارزښت د بشري مرستو څخه ډکې ۳۱ لارۍ امدادي سامانونه نن په تورخم پوله افغان چارواکو ته وسپارل.
په پاک افغان پوله تورخم دروازه زیرو پوائنټ باندې د یو دستورې ترڅنګ د پاک افغان همکارۍ ټولنۍ ترسیوري لاندې افغان چارواکو ته دا بشري مرستې ورکړل شول.

د الخدمت فاونډيشن خيبر پښتونخوا جنرل سيکرټري محمد شاکر صديقي، د الخدمت فاونډيشن پنجاب صدر رضوان، د افغان کډوالو چارو ریاست (تورخم) مشر حاجي محمد آمین، د افغانستان سرې میاشتې شرقي زون مشر ميا حفيظ الدين قمري، افغان چارواکي غازي الله هاشمي او نور مشران هم په دې موقع موجود وو.
له رسنیو سره په خبرو کې افغان چارواکو اوویل او د پاکستان حکومت،پاک افغان همکارۍ ټولنې او د الخدمت فاونډیشن پاکستان شکریه ادا کړه چې دوی په دې سخت وخت کې ی دوی سره بشري مرستې وکړې، دوی هیله څرګنده کړه چې دا مرستې به په راتلونکي وخت کې هم دوام ولري ځکه چې په افغانستان کې نن سبا افغان اولس ته د ژوند سختې ستونزې رامخې ته شوي دي او دوی په بیړني توګه بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغوی د پاکستان ستاینه وکړه او وې منله چې پاکستان حکومت ،پاکستان مرستندویه تنظیمونو او پاکستان اولس
د جنګ ځپلي افغان اولس سره په هرسخت وخت کې مرستې کړي او دوی هیله څرګنده کړه چې دا مرستې به په راتلونکې وخت کې هم دوام ولري. هغه وويل، چې د نورو برخو ترڅنګ د روغتيا په برخه کې لا زياتو مرستو ته اړتيا لري چې افغانانو ته ښه روغتيايي خدمتونه ورکړې شي.

هغه د پاکستان له حکومت او خلکو څخه مننه وکړه چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې له افغانانو سره هر ډول ممکنه مرستې کړې او هغوی ته یې په زړونو کې ځای ورکړی دی، افغان چارواکو زیاته کړه چې ددوی بشري مرستې د افغان حکومت او افغان اولس لپاره ډیرې د حوصلې وړ دي او دې سره پاکستان د افغانانو زړونه ګټلي دي.
حاجي محمد زمان په دې موقع باور ورکړو چې دوی به دا بشري مرستې ضرورتمندو،جنګ ځپلو او مستحقو افغان کورنیو ته ورسوي او رپورټ او عکسونه به ی هم پاکستان اړوند چارواکو او بشري مرستندویه تنظیمونو سره شریک کړي.

د الخدمت فاونډیشن صوبايي جنرل سیکرټري محمد شاکر صدیقي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د وروستیو یخنۍ او واورې له امله افغانان سخت زیانمن شوي او نن د الخدمت فاونډیشن له خوا افغان چارواکو ته ۳۱ لارۍ خوراکي توکي او د سخت ژمې او ساړه څخه د بچ کیدو لپاره ضروري سامان ورکړل شوې چې ټول ارزښت ی ۴۵ پینځه څلویښت ملیونه دې.

هغه زياته کړه، چې الخدمت فاونډیشن پاکستان تر دې مخکې هم د درملو، ګنډلو ماشينونو، خوراکي توکو، ګرمو جامو او دژمې لپاره ضروری سامان په ګډون ٧٢ لارۍ مرستندويه توکي افغانستان ته لېږلي دي.
شاکر صدیقي وویل چې الخدمت فاونډیشن تر دې دمه افغانستان ته د څه دپاسه ۲۱۵ میلیونو روپیو په ارزښت ۱۰۳ لارۍ مرستندویه توکي استولي دي.l
په دې موقع د الخدمت فاونډېشن پنجاب صدر رضوان ميډيا سره خبرو كښې ووئيل افغانستان د پاكستان ورور هېواد دے او ورسره مرسته كول زمونږ اخلاقي او ديني وظيفه ده۔
هغه وویل چې د پاکستان خلق په دې سخت وخت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او دا مرستې به دوام ولري.

په تورخم پوله د افغانستان اسلامي امارت د تورخم ذمه وار رسنیو سره خبرې کوي


نوموړي زیاته کړه، چې الخدمت فاونډیشن پاکستان به له روژې مخکې د یتیمانو ماشومانو لپاره په پایه تخت کابل کې د آغوش الخدمت په نامه یو کور او مرکز جوړ کړي او ډېر زر به په کابل کې یو روغتون هم جوړ کړي چرته به چې د افغان یتیمانو ماشومانو پالنه شی او افغان اولس ته په خپل هیواد کې د صحت سهولت ورکولې شي.
هغه وویل مونږ ته معلومه ده چې افغانان خپل مریضان او ماشومان هند هیواد ته وړي او په علاج ی ډیرې روپۍ خرچ هم خرچ کوي.
هغه زیاته کړه چې هم دا ستونزه لرې کولو لپاره به الخدمت فاونډیشن د افغانانو ورونړو لپاره د پنجاب په لاهور کې د سلو ۱۰۰ افغان ماشومانو د زړه جراحي،دې ماشومان لپاره دارو درمل او بشپړه علاج په غاړه واخلي.

Leave a reply