د نوي حکومت شپږ میاشتې پوره شوې؛ آیا کوم بدلون راغلی!؟

د نوي حکومت شپږ میاشتې پوره شوې؛ آیا کوم بدلون راغلی!؟
د اشرف غني پۀ مشرۍ د تېر نظام د ړنګېدو او د نوي حکومت ( ا.ا.ا) د راتګ پوره شپږ میاشتې ووتلې. دا چې کوم ښۀ او یا بد بلونونه راغلي؛ د دغې پوښتنې پۀ اړه مو د یو شمېر مینوالو نظرونه راخستي دي.
(2022 / 2 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اشرف غني پۀ مشرۍ د تېر نظام د ړنګېدو او د نوي حکومت ( ا.ا.ا) د راتګ پوره شپږ میاشتې ووتلې. دا چې کوم ښۀ او یا بد بلونونه راغلي؛ د دغې پوښتنې پۀ اړه مو د یو شمېر مینوالو نظرونه راخستي دي.
راشد افضلي د یادې پوښتنې ځواب کې وایي “همو خرک همو درک” یعني هېڅ هم بدلون ندی کړی او هر څه د پخوا پۀ څېر دی. د نوموړي پۀ نظر چې کوم څۀ نۀ ښۀ شوي او نه هم بد.
اسرار وصال وايي: ” هو امنیت ښۀ شوی او اوس د سکون احساس کوم”.
لطف الله عمرخېل بیا وايي : ” تر هغو چې طالبان نړۍوال پر رسمیت ونۀ پېژني؛ هېڅ به هم ښۀ نشي او هر څۀ به همداسې ګډوډ وي”.
اسدالله ملنګیار هم د امنیت د ښۀ والي او د غاصیبینو د مخنیوی ښۀ والی ګڼي او وايي چې یادې ستونزې اوس نشته.
محمد آیاز ذکی بیا وايي چې ډیر مثبت بدلونونه لیدل کېږي او هرڅۀ تر پخوا ډیر ښه شوي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې یو شمېر پۀ کور دننه سیاستوال او افغانان د ښځو او بشر حقونو پۀ اړه اندېښنې لري.






