روسیې هم د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بايډن پر پرېکړه غبرګو ښوودلی دی

روسیې هم د افغانستان د شتمنۍ په اړه د بايډن پر پرېکړه غبرګو ښوودلی دی
د نوموړې په خبره امریکا په افغانستان کې اوږده جګړه وکړه، ملکي مرګ ژوبله یې واړوله او اوس ددې پر ځای چې دغه هېواد کې له ثبات سره مرسته وکړي، ناندرۍ رامنځ ته کوي.
(2022 / 2 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د بایډن وروستۍ پرېکړه ښيي چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په برخه کې رښتینې نه ده.
د نوموړې په خبره امریکا په افغانستان کې اوږده جګړه وکړه، ملکي مرګ ژوبله یې واړوله او اوس ددې پر ځای چې دغه هېواد کې له ثبات سره مرسته وکړي، ناندرۍ رامنځ ته کوي.
زخارووا وایي د ملکي افغانانو شتمني د قانون پر خلاف کنګل شوې وه او اوس د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف پر امریکايي وګړو وېشل کېږي.
تر دې وړاندې ګڼو نورو هېوادونو هم د امریکا پر دې پرېکړه غبرګون ښوودلی دی. چین هم ویلي چې امریکا د افغانانو شتمني نه شي کنګل کولی او بیا یې په خپل سر د وېشلو حق په هېڅ صورت نه لري.






