په هند کې د ښوونځو بهر د زده کوونکو څخه حجاب لرې کړې شو

0
128

باغی ټي وي رپورټ
د هند په کرناټک ایالت کې تعلیمي ادارې درې ورځې وروسته پرانېستل شوې، په بېلابېلو سیمو کې د ښځینه زده کوونکو حجاب له ښوونځیو بهر واخیستل شو او دوی ته اوویل شول چې د حجاب پرته ښوونځو ته داخلې شي.
د تفصیلاتو له مخې په کرناټک کې تعلیمي ادارې د دریو ورځو لپاره تړلې وې. د ښوونځيو او د کالجونو له پرانستلو وروسته کله چې زده کوونکي تعلیمي ادارو ته مخه کړه، افراطي هندوانو د ښځینه زده کوونکو په ګډون ښځینه استادانې په دې مجبوره کړې چې چې حجاب لرې کړي، د مشرق نیوز رپورټ مطابق د هند په بېلابېلو برخو کې د حجاب پر ضد کمپاین روان دی خو مسلمانې ښځینه زده کوونکې غوښتنه کوي چې حجاب کول،پرده کول زمونږ حق دې او باید په هند کې په حجاب بندیز و نه لګول شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ښوونکو غوښتل چې دوی ته تر ټولګي پورې د حجاب اغوستلو اجازه ورکړل شي، خو هندو افراطي ډلې کسانو ددې ښځینه زده کوونکو و نه منله او ددوی حجابونه ی لرې کړل.

Leave a reply