مولانا فضل الرحمان جهانګیر ترین سره لیدلي

0
140

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډيموکراتيک غورځنګ (پي ډي ايم) مشر مولانا فضل الرحمان پاکستان د تحريک انصاف (پي ټي ايي) له متحدينو وروسته د پي ټي ايي د تحفظات لرونکي ډلې له مشر جهانګير ترين سره ليدلي.
سرچينو جيو نيوز ته ويلي دغه ليدنه تيره شپه په لاهور کې په يو نامعلوم ځاي کې وشوه چې نزدې نيم ساعت يې دوام وکړو.

سرچينې وائي دغه ليدنه ددواړو گوندونو دمشرانو لخوا جوړه شوې وه، مولانا فضل الرحمان دچوهدري وروڼو سره ليدنې وروستو دجهانگير ترين سره ليدنې ته ورغلى وو.
دسرچينو له مخې مولانا فضل الرحمان دجهانگير ترين اؤ دهغه دملگرو څخه په موجوده صورتحال او دراتلونکو معاملو په اړه همکاري غوښتې ده.
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر اکرم خان دراني هغه راپورونه رد کړل چې ګنې مولانا فضل الرحمان له جهانګیر ترین سره لیدلي دي.د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې خبرو کښې ده ووئيل د جهانګير ترين سره تر اوسه هيڅ رابطه نه ده شوې د پي ټي ايم کميټۍ به ورسره رابطه کوي۔

Leave a reply