ایران خبر ورکړی چې د مرستو بله جوپه مو هم افغانستان ته ورسېده

ایران خبر ورکړی چې د مرستو بله جوپه مو هم افغانستان ته ورسېده
سرچینه وایي چې په دې مرسته کې ځینې اړین توکي او درمل شامل دي. ایران وایي چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د بشردوستانه مرستو نورو جوپې به یې هم افغانستان ته ورسېږي.
(2022 / 2 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي د بشردوستانه مرستو اتلسمه بسته یې هم افغانستان ته رسېدلې ده. په کابل کې د ایران سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ایران د بشردوستانه مرستو بله جوپه هم افغانستان ته ورسېده.
سرچینه وایي چې په دې مرسته کې ځینې اړین توکي او درمل شامل دي. ایران وایي چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د بشردوستانه مرستو نورو جوپې به یې هم افغانستان ته ورسېږي.
ایران تر دې وړاندې هم د هوایي پروازونو په مرسته افغانستان ته د خوراکي توکو او درملو مرستې رالېږلې دي. وروسته له هغه چې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په اړه راپورونه خپاره شول، د هېواد ګڼو ګاونډیو د مرستو ژمنه وکړه.
ایران هم له هغو هېوادونو دی چې د بشري مرستو څو جوپې یې افغانستان ته را رسېدلې دي.






