د خیبر پښتونخوا اولس لپاره ښه زیرې

0
71

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا اولس لپاره د صوبای حکومت عوامي نمایندګانو له اړخه یو ښه خبرې او زیرې خپور شوې ده.
صوبایی وزیر صحت تیمور جهګړا په خپل ټولنیزو رسنیو یو خبر خپور کړې ، هغه وایی چې د پېښور ټيچنګ هسپتال د صوبې او ملک لپاره د ماډل هسپتال جوړيدو په لور روان دے.
په بیان کې هغه زیاتوي چې په خيبر ټيچنګ هسپتال پيښور کښې شل (۲۰) نوي ماډل اپريشن تيئټرز (OTs) تيار شوي دي. .
هغه وایی چې د روغتون اهلکارو ته امر شوې دې چې د مارچ په میاشت کې دې دا څانګه ناروغانو لپاره پرانستل شوي.
تیمور جهګړا وایی چې ددې څانګې په رسمې توګه پرانسته به وزيراعلي محمود خان کوي.
خيبر ټيچنګ هسپتال په ملک کښي دويم حکومتي هسپتال شو چي آئي ايس او سند ی ترلاسه کړے دے۔
په بیان کې ی زیاته کړه ده چې دا لومړی د پېښور کارډیالوجي روغتون دې چې د خیبر پښتونخوا د اوسني حکومت لخوا فعال شوې دې.
………………………..

Leave a reply