شپيګل مجلې لیکلي چې ښايي راتلونکې چهارشنبه روسیه پر اوکراین برید وکړي
له دې سره هممهاله اروپايي رسنیو لیکلي چې په اوکراین کې د ديپلوماتیکو مرکزونو تخلیه په چټکۍ مخ ته روانه ده. پوتین او بایډن بیا د اوکراین پر مسئله خبرې کړې دي او بایډن خبرداری ورکړی چې پر اوکراین برید به روسیې ته خورا بدې پایلې ولري.
(2022 / 2 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ښايي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ روسیه پر اوکراین برید وکړي.
آلماني شپېګل مجلې د امریکایي استخباراتي اداراتو د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره بشپړ تیاری لري.
ددغه مجلې په خبره ښايي راتلونکې چهارشنبې روسیه پر اوکراین هوایي بریدونه پيل کړي.

Leave a Reply