د افغانستان بانک: هېڅوک د افغانستان د شتمنۍ د لوټ کېدو حق نلري 

0
265

د افغانستان بانک: هېڅوک د افغانستان د شتمنۍ د لوټ کېدو حق نلري 

د اسعاري زېرمو یوه برخه د منل شویو اصولو پر بنسټ د امریکا په متحده ایالتونو کې په پانګه اچول شوې، څو د هغې د خوندیتوب په ساتلو سره ځانګړو موخو ته د رسیدو لپاره د اړتیا پر مهال د افغانستان بانک په واک کې ورکول کیږي.

 

(2022 / 2 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د جو بایډن وروستی اجرايي فرمان غیر عادلانه او د نه منلو وړ بللی او دا شتمني یې د افغانستان د خلکو ملکیت بللې ده.

د افغانستان بانک غوښتنه کړې تر څو د دې تصمیم په اړه تجدید نظر وشي. د یاد بانک په خبره د دې زېرمو وضعیت په کره او دوامداره توګه څاري.

د اسعاري زېرمو یوه برخه د منل شویو اصولو پر بنسټ د امریکا په متحده ایالتونو کې په پانګه اچول شوې، څو د هغې د خوندیتوب په ساتلو سره ځانګړو موخو ته د رسیدو لپاره د اړتیا پر مهال د افغانستان بانک په واک کې ورکول کیږي.

له همدې امله، د افغانستان بانک د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا وروستۍ پریکړه چې دا زیرمې به د ټاکل شویو موخو پر خلاف لګول کېږي، دافغانستان ولس په حق کې ناعادلانه او د نه منلو وړ پریکړه بولي.

Leave a reply