د بلخ سلګونو اوسېدونکو یوې غونډې پۀ ترڅ کې د ا.ا.ا څخه ملاتړ کړی

د بلخ سلګونو اوسېدونکو یوې غونډې پۀ ترڅ کې د ا.ا.ا څخه ملاتړ کړی
د بلخ د مرکز لسګونو اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې له اوسني حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دا غونډه چې د مزار شریف ښار په یوه سالون کې جوړه شوې وه د دغه ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم پکې ګډون کړی وو.
(2022/ 2 / 12 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د بلخ د مرکز لسګونو اوسېدونکو د یوې غونډې له لارې له اوسني حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دا غونډه چې د مزار شریف ښار په یوه سالون کې جوړه شوې وه د دغه ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم پکې ګډون کړی وو.
د غونډې ګډونوالو په خپلو ویناوو کې وویل چې د نوي حکومت له راتلو سره امنیت ښه شوی، د جرمنو کچه ټيټه شوې او خلک له کومې اندېښنې پرته ژوند کوي.
سیمه ییزو چارواکو د دا ډول غونډو جوړولو هرکلی وکړ او له خلکو یې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بلخ والي له خلکو وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت په موخه دې خلک له حکومت سره د جنایتکارانو او سرغړوونکو په نیولو کې همکاري وکړي.