د کډوالو چارو وزارت: وروسته لۀ دې هېڅ یوه موسیسه د ا.ا لۀ همغږۍ پرته پۀ کډوالو مرستې نشي وېشلی

د کډوالو چارو وزارت: وروسته لۀ دې هېڅ یوه موسیسه د ا.ا لۀ همغږۍ پرته پۀ کډوالو مرستې نشي وېشلی
نوموړي د خپلو يادو څرګندونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. په افغانستان کې د وروستیو جګړو له کبله میلیونونه کسان په هېواد کې دننه بې ځايه شوي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
(2022 / 2 / 12 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير خليل الرحمن حقاني ويلي، په پام کې لري چې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو اصلي مېنو ته واستوي.
حقاني د بشري مرستو پر و ېشلو نيوکه کړې او ویلي یې دي چې وروسته له دې هېڅ یوه موسسه د ا.ا له همغږۍ پرته پر خلکو مرستې ونه وېشي.
نوموړي زياته کړه، چې ټاکل شوې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته په راتلونکي کال کې د کور جوړولو نومرې هم ووېشل شي.
نوموړي د خپلو يادو څرګندونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. په افغانستان کې د وروستیو جګړو له کبله میلیونونه کسان په هېواد کې دننه بې ځايه شوي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.