د حکومت او وزیراعظم په ضد د بې اعتمادۍ تحریک پریکړه شوې ده

0
75

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان اپوزیشن اتحاد پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) د حکومت پر ضد د عدم اعتماد تحریک اعلان کړی دی.
د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د اپوزيشن اتحاد يوه غونډه شوې چې پکې د شهباز شريف کور څخه مريم نواز او نورو مشرانو ګډون کړی او د لندن نه پخواني وزيراعظم نواز شريف آن لائن ګډون کړی دی.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په دې غونډه کې د لانګ مارچ او د بې اعتمادۍ تحریک چلولو او نور مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
د غونډې وروستو ميډيا سره خبرو كښې مولانا فضل الرحمان اوويل چې د حكومت په ضد به د عدم اعتماد تحريک راوړو، هغه اوویل چې د حكومت له اتحاديانو سره به هم رابطه وکړو چې دوی سره په دې تحریک کې یو ځای شي۔ هغه وويل، چې لومړى به ميدان جوړوي او د کور چارې به يې بشپړوي، بيا به د عدم اعتماد تحريک راوړي او له وفاق څخه به صوبو ته په هر ځاى کې چې ممکنه وي، د حکومت په ضد به بې اعتمادي راوړو.
هغه وويل چې مونږ به له هر چا سره اړیکو ټینګه کړو او مونږ به هيچا ته لالچ او پيسې نه ورکوو. مولانا فضل الرحمان وويل د٢٣م مارچ په پریکړه ټینګ یو او د سټيئرنګ کميټۍ غړي به ددې په اړه تفصيلات په ډاګه کوي.
سرچينې وائي په دغه غونډه کې دوزيراعظم په ضد دبې اعتمادۍ تحريک په راوړلو اتفاق شوى دى.
د پي ډي ایم سرمشریزې غونډې څخه وړاندې مولانا فضل الرحمان او شهباز شریف ملاقات کړی چې پکې د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف د آصف زرداري او بلاول بهټو سره د خبرو اترو په اړه د اتحاد مشر په اعتماد کې اخیستې دې.

Leave a reply