پیښور انتظامیه د غیرقانوني کرش پلانټونو په ضد کاروایی کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور هائي کورټ د حکم په رڼا کښې د صوبې سرښار پيښور کښې ضلعي انتظاميې د صنعت څانګې چارواکو سره په ګډه د غيرقانوني کرشنګ پلانټ په ضد کاروائي کړې او زياتره ئي بند کړي دي.
د پيښور کمشنر پيښور کيپټن (ر) خالد محمود په لارښوونه د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر کاشف جان سره د صنعت محکمي اسسټنټ ډائريکټر واجد امان او د صنعتي ترقي افسر بنارس خان په ديهه بهادر سيمه کښي د کرشنګ پلانټونو معائنه اوکړه۔
د عملیاتو په ترڅ کې د کرشن ۲۱ فابریکې د غیر راجستر شوي کرش پلانټ د فعالیت، د فضایی الودګي د زیاتوالي، د چاپیریال ساتنې او صنایعو ریاست د SOPs څخه د سرغړونې په تور وتړل شوې.
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي ضلعي انتظاميي د صنعت محکمي سره په ګډه په زنګلي او بڈھ بير سيمو کښي زياتره غيرقانوني کرشنګ پلانټونه هم وتړل.






