زہ پرده کوم ځکه دا زمونږ د دین برخه ده: مسکان خان

0
130

باغی ټي وي رپورټ
د هندوستان په کرناټک ایالت کې یوې مسلمانې زده کوونکې مسکان څرګنده کړې چې د هغې هندو ملګرو ورسره مرسته کړې
پرون د هند د کرناټک ایالت په یوه کالج کې یوه غمجنه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د هندو انتها خوښو یوې ډلې د کالج په ودنې کې دننه په پرده کې یوې مسلمانه جینې مخې ته راغله او ددې مسلمانې جینې په ضد ی شعارونه پیل کړل.
مسکان هندي رسنیو ته په یوه مرکه کې ویلي، زه یوازې له دوی سره د مخامخ کېدو اندېښمن نه وم او که په راتلونکي کې داسې پېښه وشي، زه به د حجاب اغوستلو د حق لپاره مبارزې ته دوام ورکړم. هغې وويل: “کله چې زه کالج ته ننوتم، دوی ماته اجازه نه راکوله ځکه چې ما برقه اغوستې وه. په دې ډله کې شاوخوا 10٪ نارینه د کالج زده کونکي وو او پاتې نور د بهر نه راغلي کسان وو.
هغه وويل چې زه په ټولګي کې يوازې حجاب کوم، ځکه حجاب زمونږ د دين برخه ده. پرنسپل هيڅکله څه نه دي ويلي او نه هم پرنسپل مونږ ته د پرده نه کولو په اړه څه ویلي دي.
هغه وویل زما هندو ملګري زما سره یوځای شول او زه د خوندیتوب احساس کوم، هر تن ماته وایی چې مونږ ستاسو سره یو.

Leave a reply