افغانستان کې ماتې امریکايي نظامیان ناهیلي کړي 

0
181

افغانستان کې ماتې امریکايي نظامیان ناهیلي کړي 

په وروستیو کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې پنټاګون د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره واضح پلان نه درلود چې له همدې امله کابل هوایي ډګر ته څېرمه په یوه چاودنه کې شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.

(2022 / 2 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له افغانستان وتلو او ماتې امریکايي نظامیان ناهیلي کړي دي.

امریکایي رسنۍ وایي په وروستیو کې یې  په افغانستان کې د امریکا د ماتې او امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د څېړنو په موخه له امریکایي حکومت ځينې منابع ترلاسه کړې دي.

راپورونه وایي د امریکايي پوځ تر منځ له افغانستان وتلو او د امریکا ماتې سخته ناهیلي خپره کړې ده.

سرچینه وایي د امریکايي نظامیانو ترمنځ د افغانستان مسئله د بحث توده موضوع وي، خو ډېری یې پر ځان او خپل پوځ بې باوره شوي دي او د راتلونکې په اړه اندېښنې لري.

رسنۍ وایي ناهیلي له دې راپورونو سره نوره هم ډېره شوې چې امریکايي حکومت د تخلیې ماموریت او خپلو سرتېرو د ژغورلو لپاره هېڅ راز پلان نه درلود.

Leave a reply