امریکا وايي چې روسیې د اوکراین پولې ته څېرمه د ځواکونو شمېر ډېر کړی

امریکا وايي چې روسیې د اوکراین پولې ته څېرمه د ځواکونو شمېر ډېر کړی
رویټرز د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی دی چې روسیې په تېرو دوو اوونیو کې د اوکراین پولو ته څېرمه د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړی دی او پلان لري چې دا شمېر نور هم ډېر کړي.
(2022 / 2 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکایي چارواکو ویلي چې روسیې لږ تر لږه ۷۰ سلنه د اړتیا وړ رزمي ځواکونه پر اوکراین برید ته د چمتووالي په موخه د دغه هېواد پولو ته نږدې ځای پر ځای کړي دي.
رویټرز د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی دی چې روسیې په تېرو دوو اوونیو کې د اوکراین پولو ته څېرمه د خپلو ځواکونو شمېر ډېر کړی دی او پلان لري چې دا شمېر نور هم ډېر کړي.
اړوند موضوعات:
د اوکراین وروستی وضعت ؛ امریکا ویلي چې سیمې ته به ۳ زره عسکر ولېږي
د یادونې ده چې امریکا په وار وار خبرداری ورکړی دی چې روسیه پر اوکراین برید ته چمتووالی نیسي خو روسي چارواکو تر اوسه پورې پر اوکراین د برید په اړه په ښکاره څه نه دي ویلي.




