حشمت غني احمدزی: اشرف غني په افغانستان کې دننه د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د حل په لټه کې دی
حشمت غني احمدزی: اشرف غني په افغانستان کې دننه د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره د حل په لټه کې دی
د پخواني ولسمشر ورور په یوه ټویټ کې لیکلي، چې اشرف غني د محب، فضلي او سرور په څېر خلکو سره هېڅ اړیکه نه لري او پرته له کوم سیاسي منزل څخه دی.
(2022 / 2 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پخواني ولسمشر ورور ویلي چې اشرف غني افغانستان کې د پاتې خلکو د ژوند د ښۀ کولو د لارې چارې پۀ لټه کې دی.
د پخواني ولسمشر ورور په یوه ټویټ کې لیکلي، چې اشرف غني د محب، فضلي او سرور په څېر خلکو سره هېڅ اړیکه نه لري او پرته له کوم سیاسي منزل څخه دی.
نوموړي ویلي چې هغه اوس پۀ داسې لاره کار کوي چې افغانستان کې د پاتې خلکو ژوند ښۀ کړي او لۀ ستونزو څخه یې وباسي.
د یادونې ده چې د پخواني ولسمشر لۀ کابل څخه تر تګ وروسته لومړنی تصویر څو ورځې وړاندې پۀ دوبۍ کې د دۀ لۀ استوګنځې څخه د نوموړي ورور خپور کړ.