د روسیې ولسمشر ویلي امریکا مو په زور جګړې ته راکاږي

د روسیې ولسمشر ویلي امریکا مو په زور جګړې ته راکاږي
د پوتین په وینا د هوکړو له مخې امریکا او ناټو حق نه لري د روسیې پولو ته پرمختګ وکړي، خو دوی د دې هوکړو پر خلاف غواړي اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورکړي او د روسیې له پولو سره واړوي.
(2022 / 2 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پوتین وایي امریکا په دې لټه کې ده چې روسیه جګړې ته راکاږي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وایي امریکا او ناټو د اروپا په ختیځ کې د ناټو د تحرکاتو له امله د روسیې امنیتي اندېښنو ته قانع کوونکی ځواب نه وایي او برعکس پر خپل دریځ ولاړ دي.
د پوتین په وینا د هوکړو له مخې امریکا او ناټو حق نه لري د روسیې پولو ته پرمختګ وکړي، خو دوی د دې هوکړو پر خلاف غواړي اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورکړي او د روسیې له پولو سره واړوي.
پوتین ویلي امریکا په دې لټه کې ده چې روسیه جګړې ته راکاږي خو روسیه هڅه کوي له خپلو پولو دفاع وکړي.
د ده په وینا د اوکراین له شاوخوا سره د سرتېرو حضور احتیاطي دی او که کوم ګواښ متوجه کېږي نو روسیه هر ډول اقدام ته تیاره ده.





