تېره یوه میاشت کې د بلوچستان آیالت کې کابو ۱۳ پاکستاني عسکر وژل شوي 

0
71

تېره یوه میاشت کې د بلوچستان آیالت کې کابو ۱۳ پاکستاني عسکر وژل شوي 

په بلوچستان کې د ډېریو پېښو پړه بلوڅ بیلتونپالو پر غاړه اخیستې ده خو پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د وضعیت خرابېدو لامل په افغانستان کې واک ته د ا.ا رسېدل بولي او تل ټينګار کوي چې افغان حکومت باید پاکستاني طالبان له پاکستاني دولت سره رغنده خبرو اترو ته وهڅوي.

 

(2022 / 1 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

راپورونه وایي چې د جنوري له څلورمې تر ۲۸مې پورې یوازې په بلوچستان ایالت کې په نهو امنیتي پېښو کې د ۱۳ پاکستاني عسکرو په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

راپورونه وایي چې په ټپیانو کې هم اته امنیتي سرتېري شامل دي.

په بلوچستان کې د ډېریو پېښو پړه بلوڅ بیلتونپالو پر غاړه اخیستې ده خو پاکستاني چارواکي په پاکستان کې د وضعیت خرابېدو لامل په افغانستان کې واک ته د ا.ا رسېدل بولي او تل ټينګار کوي چې افغان حکومت باید پاکستاني طالبان له پاکستاني دولت سره رغنده خبرو اترو ته وهڅوي.

اړوند موضوعات: 

پاکستان: د ټي ټي پي وروستیو بریدونو حیران کړي یو

خو افغان طالبان وایي چې دوی پر پاکستاني طالبانو هومره نفوذ نه لري چې خپلې غوښتنې ورباندې ومني.

Leave a reply