د پاکستان د امنیت شورا رئیس لۀ امیر خان متقی سره کتلي دي

د پاکستان د امنیت شورا رئیس لۀ امیر خان متقی سره کتلي دي
تر اوسه پورې د نوموړي د سفر اصلي اجنډا روښانه نه ده خو په دې وروستیو کې د افغان سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو پر سر خړې پړې شوې دي.
(2022 / 1 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي چې د ملي امنیت سلاکار معید یوسف کابل ته تر رارسېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي او د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتلي دي.
هغه زیاته کړې ده چې یوسف به له ګڼو نورو چارواکو سره هم پر بېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
تر اوسه پورې د نوموړي د سفر اصلي اجنډا روښانه نه ده خو په دې وروستیو کې د افغان سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو پر سر خړې پړې شوې دي.
یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې ا.ا ډېورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني او پر دغه ډله د اسلام اباد باور بې ګټې و.




