یونسیف: یو میلیون افغان ماشومان د لوږې لۀ خطر سره مخ دي  

0
135

یونسیف: یو میلیون افغان ماشومان د لوږې لۀ خطر سره مخ دي  

افغان حکومت که څه هم په هېواد کې د ننګونو پخلی کوي خو ټینګار کوي چې ډېری داسې راپورونه د یو شمېر دښمنو کړیو د غلطو معلوماتو پر بنسټ د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره چمتو کېږي.

 

(2022 /  1/ 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونسیف) خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د سختې لوږې له امله له مرګ سره لاس او ګریوان دي.

دغه څرګندونې د یاد صندوق یو چارواکي په کابل کې د صحت طفل روغتون څخه د لیدنې پر مهال کړې دي او له نړیوالې ټولنې څخه یې په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د ۱۹۲ میلیون ډالر بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان هم نن راپور ورکړی دی چې ۲۳ میلیون افغانان په روان یخ ژمي کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اړوند موضوعات: 

که بېړنی اقدام و نه شي لوږه به د شاوخوا یو میلیون افغان ماشومانو ژوند واخلي

افغان حکومت که څه هم په هېواد کې د ننګونو پخلی کوي خو ټینګار کوي چې ډېری داسې راپورونه د یو شمېر دښمنو کړیو د غلطو معلوماتو پر بنسټ د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره چمتو کېږي.

Leave a reply