که بېړنی اقدام و نه شي لوږه به د شاوخوا یو میلیون افغان ماشومانو ژوند واخلي

که بېړنی اقدام و نه شي لوږه به د شاوخوا یو میلیون افغان ماشومانو ژوند واخلي
دغه اداره وایي چې د دوی مرستندویه بنسټونه هېوادونه دې د افغانانو د ژغورنې په برخه کې همکاري ورسره وکړي. د سرچینې په خبره که پر وخت اقدام ونه شي نو ښایي یو میلیون افغان ماشومان په دغه هېواد کې ومري.
(2022 / 1 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي صندوق یا یونسیف مسوولینو ویلي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ترینګلی دی.
د دوی په خبره ماشومان اړینو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، له لوږې سره مخ دي او خوارځواکي یې ځپي.
دغه اداره وایي چې د دوی مرستندویه بنسټونه هېوادونه دې د افغانانو د ژغورنې په برخه کې همکاري ورسره وکړي. د سرچینې په خبره که پر وخت اقدام ونه شي نو ښایي یو میلیون افغان ماشومان په دغه هېواد کې ومري.
یونسیف تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو او مېندو وضعیت د اندېښنې وړ بللی و او ټينګار یې کړی چې باید پر وخت اړینې بشردوستانه مرستې ترسره کړل شي.






