قطر وايي چې د کابل هوايي ډګر د مدیریت پۀ اړه پۀ ځینو برخو هوکړه شوې 

0
214

قطر وايي چې د کابل هوايي ډګر د مدیریت پۀ اړه پۀ ځینو برخو هوکړه شوې 

د ا.ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د کابل هوايي ډګر چې نړۍ ته د افغانستان د دروازې په توګه پېژندل کېږي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په بشپړه توګه فعال نه دی.

 

(2022 / 1 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ا.ا او ترکیې سره د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه په مهمو مسایلو هوکړه کړې ده. د دغه وزارت په وینا، پرون په دوحه کې د ترکیې، قطر او طالبانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوې وه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې درې اړخیزه پلاوي د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او چلولو پر څرنګوالي په څو مهمو مسایلو هوکړه وکړه. قطري چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه وزارت ویلي چې د پرون ورځې غونډه د پخوانیو خبرو تسلسل و. د دې ناستې وروستی پړاو تېره ورځ په کابل کې ترسره شو. په دې غونډه کې درې واړه خواوې لومړنۍ هوکړې ته ورسېدل. ټاکل شوې د خبرو وروستی پړاو راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د ا.ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د کابل هوايي ډګر چې نړۍ ته د افغانستان د دروازې په توګه پېژندل کېږي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په بشپړه توګه فعال نه دی.

Leave a reply