د ایران پارلمان پخواني مرستیال ویلي چې طالبان تر موږ هوښیار خلک دي

د ایران پارلمان پخواني مرستیال ویلي چې طالبان تر موږ هوښیار خلک دي
د ایران د پارلمان پخواني مرستیال ویلي چې طالبان تر موږ هوښیار خلک دي او اجازه به ورنکړي چې منزوي شي.
(2021 / 9 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
د ایران د پارلمان پخواني مرستیال ویلي چې طالبان تر موږ هوښیار خلک دي او اجازه به ورنکړي چې منزوي شي.
د ایران د پارلمان پخواني مرستیال نائب علي مطهري ویلي چې طالبان پر سیاست پوه خلک دي او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې منزوي شي.
ښاغلي نائب د ذبیح الله مجاهد وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې هغوی حتا د امریکایانو د ماتې تر اعلان وروسته وویل چې دوی د نړۍ هېڅ هېواد حتا امریکا سره هم نغواړي خرابې اړیکې ولري، نوموړي همدا راز ویلي چې طالبان د دې پرځای چې د امریکا په سفارت برید وکړي هغوی ته یې د خوندیتوب ډاډ ورکړ.
نوموړوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه د طالبانو ویاند له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان څخه دې خپل سفارتونه نه باسي او چا چې ایستلي بیرته دې افغانستان ته راشي.






