فرانسې پولیسو کې د ناهیلۍ کچې لوړېدل؛ تازه یو بل فرانسوي پولیس ځان وژنه کړې

فرانسې پولیسو کې د ناهیلۍ کچې لوړېدل؛ تازه یو بل فرانسوي پولیس ځان وژنه کړې
په ورته وخت کې فرانسوي پولیسو ویلي چې دې پېښو دوی هم اندېښمن کړي دي او دوی په خپلو سترګو ویني چې د پولیسو په لیکو کې د ناهیلۍ کچه ورځ پر ورځ مخ پر زیاتېدو ده.
(2022 / 1 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په مارسي کې یو پولیس د نامعلومو دلایلو له امله ځان وژنه کړې ده.
د راپور له مخې، له دې پېښې سره په فرانسه کې د هغو کسانو چې خودکشي یې کړې ده شمېر یې نهو ته رسېدلی دی.
راپور کاږي چې د پولیسو له پلټنو سره سره تر اوسه پورې د یادو کسانو د ځان وژنې د دلایلو په اړه هیڅ معلومات نه دي رسنیز شوي.
په ورته وخت کې فرانسوي پولیسو ویلي چې دې پېښو دوی هم اندېښمن کړي دي او دوی په خپلو سترګو ویني چې د پولیسو په لیکو کې د ناهیلۍ کچه ورځ پر ورځ مخ پر زیاتېدو ده.






