عمران خان په اسلام آباد کې د د هیلتهه کارډ نوي پروګرام پرانسته وکړه

باغي ټي وي رپورټ
وزیراعظم عمران خان د چارشنبې په ورځ د اسلام آباد د اوسیدونکو لپاره د نوي پاکستان قامي صحت کارډ پرانسته وکړه، په دې پروګرام کې به وګړي د یو ملیون روپو پورې د علاج د اسانتیاوې په لاس راشي.
د اې پي پي رپورټ مطابق دې سکیم لاندې به د اسلام آباد، پنجاب، آزاد جمو او کشمیر، ګلګت بلتستان او تهرپارکر ټولو کورنیو ته په دولتي او شخصي روغتونونو کې د ویړیا درملنې اسانتیاوې په لاس راشي.
وزيراعظم په اسلام اباد کې د یوې غونډې په دوران د صحت بيمې دا کارډونه ته وګړو ترمینځ اوویشل، عمران خان په خپله وینا کې دا سهولت د ټولو وګړو لپاره يو مهم پروګرام وباله.
په دې موقع ده ووئيل د نړۍ په يو څو هېوادونو كښې د روغتیان دا سهولت شتون لري چرته چې حكومت د روغتيا لګښتونه په بشپړه توګه وركوي۔





