دو قبیلو ترمینځ دښمني د جرګې په ذریعه ختمه شوه

0
208

باغی ټي وي رپورټ
نن د فاټا قامي جرګي مشرانو د لاله خېلو شېرخانخېل د کوکي خيل په سیمه کې د دو خاندانونو ترمينځ د کلونو پخوانۍ دښمني ختمه کړه او تر مینځ يې ورورولي جوړه کړه.
د قامی جرګې د لوري جاري شوي بیان مطابق د حاجي رفیق لالا خیل کورنۍ او د حاجي بشارت لالا خیل کورنۍ له څو کلونو راهیسي خپل مینځ کې شخړه او دښمني وه چې په ترڅ کې یې د رفیق د کورنۍ یو غړی وژل شوی وو او د بل خوا د بشارت لالا د کورنۍ دوه غړي سخت ټپیان شوي هم وو.
د فاټا قامي جرګې مشرانو بسم الله خان آفریدي او نورو مشرانو د اوږدې مودې راهسې په خبرو اترو سره د دواړو غاړو ترمينځ دښمني ختمه کړه او نن د حاجي رفيق لالخېل په حجره کې دواړه لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې سره يو ځای شول او روغه جوړه ی وشوه.په دې موقع دواړو خاندانونو مشرانو نور وخت په رورولې او دوستې او په ښو اړیکو تیرولو ژمنه وکړه.

Leave a reply