په باچاخان نړیوال ایرپورټ د نشه ی توکو قاچاق هڅه شنډه کړې شوه

هغه تن چې غوښتل ی کوکین قاچاق کړي د اې این ایف اهلکار سره ولاړ دې.
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې په باچا خان انټرنيشنل ائيرپورټ د اينټي نارکوټيکس فورس (اے اين ايف) د نشه توکو د قاچاق کولو هڅه شنډه کړې ده.
د جاري شوي بیان مطابق د سجاد علي په نوم يو ملزم ګرفتار کړے شوې دې او 405 ګرامه کوکين ترې برآمد کړے شوي دې .
د رپورټ مطابق د نشه ی توکی د تورن په کڅوړه کې پټ ځای په ځای شوي وو.
د رپورټ مطابق نیول شوی کوکین ی له یوګانډا څخه قاچاق کول، د نیول شوی تورن تن په ضد مقدمه ثبت شوې او نورې پلټنې ترې پیل شوي دي.






