په تورخم کې د خوګاخیل قبیلي د زمکې شخړه هواره نه شوه

باغی ټي وي رپورټ
د خوګا خېلو قوم مشرانو او ولسونو په تورخم پوله د ایمپورټ ایکسپورټ ټرمینل د زمکې په ضد په لنډي کوتل بازار کې یوه احتجاجي مظاهره وکړه.
په لنډی کوتل بازار کې د احتجاج کوونکو ته مفتي محمد اعجاز شینواری د خوګي خیلو قوم مشر، معراج الدین شینواری، د تحریک اصلاحات پاکستان ګوند شاه خالد شینواری، ملک نثار افریدي، کليم الله شينواري او ذوالفقار شينواري ويناوې وکړې.د احتجاج په موقع مشرانو اوويل چي دوي د ايف بي آر سره د 374 کنال زمکه معاهده کړي ده او نوره زمکه ورکولو ته تيار نه دي۔






