د افغانستان پۀ اړه د بایډن وروستیو څرګندونو د امریکايي پوځیانو سختې غوسې راپارولي
د افغانستان پۀ اړه د بایډن وروستیو څرګندونو د امریکايي پوځیانو سختې غوسې راپارولي
د ده په وینا بایډن یوازې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کاوه، خو هلته د وضعیت، سم پلان او پر وخت وتل ورته مهم نه ؤ.
د دۀ په وینا بایډن په سم پلان او ديپلوماسۍ کولی شوی په افغانستان کې د امریکا د سپکېدو مخه ونیسي، خو په دې کار کې ناکام و.
(2022 / 1 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ګڼ امریکايي پوځیان د افغانستان په اړه د بایډن وروستیو څرګندونو غوسه کړي دي.
امریکايي پوځیان وایي د بایډن دا خبرې له شرمه ډکې او زړه ماتوونکې دي چې وایي د افغانستان په اړه بښنې ته اړتیا نه لري.
د امریکا د سمندري ځواک پخواني غړي براین ماسټ چې په افغانستان کې یې هم ماموریت ترسره کړی له امریکایي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د بایډن بې پامۍ او عجولانه پرېکړو امریکا په نړیواله کچه له شرم او سپکاوي سره مخ کړه.
د ده په وینا بایډن یوازې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کاوه، خو هلته د وضعیت، سم پلان او پر وخت وتل ورته مهم نه ؤ.
د دۀ په وینا بایډن په سم پلان او ديپلوماسۍ کولی شوی په افغانستان کې د امریکا د سپکېدو مخه ونیسي، خو په دې کار کې ناکام و.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا د بایډن ورستۍ څرګندونې پۀ کلکه رد کړي دي
دغه امریکايي پوځي ویلي چې د امریکا پوځ او حکومت ته د اوښتي سپکاوي، مسوول بایډن د هغه اداره او سیاسي دستګاه ده.