د لوبو په اړه د مشرانو د ضم شوو قبایلي سیمو د سپورټس ډایریکټر سره مهمه غونډه کړې

باغي ټي وي رپورټ
نن ضم قبایلي سمیو د سپورټس او کلچر په پیښور دفتر کښي د قمبر سپورټس بورډ کميټۍ غړیو په شمول قومي مشر حاجي منصف علي خان د منصف علي قمبر کرکټ سټيډيم د بیا رغونې لپاره او ددي میدان د اپګريډيشن فنډ جاري کولو لپاره د ضم قبایلي ضلعو سپورټس ډایریکټر عبدالله شاه او سپورټس منيجر خيبر راهد ګل ملاګوري سره ملاقات اوکړو۔
په دې مهمه غونډه کې د باړه تحصیل مشرانو د سپورټس ډایریکټر د قبایلي سیمو لوبغاړو او ځوانانو ته ورپیښ ستونزو او د لوبو د سهولتونو د نشتوالي په اړه خبر کړو.
په دې موقع سپورټس منیجر راهدګل ته سپارښتنه وشوه چې دوی دې لوبه د میدان لپاره حفاظتي دیوال، پویلین، په میدان کې د وښو کرل او د نورو ضروري څیزونو لپاره د انجنیرینګ ډیپارټمنټ څخه پي سي ون او پروپوزل تیار کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *