په داسې حال کې چې طالبانو د هیواد په نېږدې ټولو ولایتونو باندې ولکه ټینګه کړې، ځینو باخبره سرچینو خبر ورکړی چې د واک د سولییز لېږد له پاره د ډاکټر عبدالله په منځګړیتوب د طالبانو او ارګ خبرې روانې دي.

0
328

په داسې حال کې چې طالبانو د هیواد په نېږدې ټولو ولایتونو باندې ولکه ټینګه کړې، ځینو باخبره سرچینو خبر ورکړی چې د واک د سولییز لېږد له پاره د ډاکټر عبدالله په منځګړیتوب د طالبانو او ارګ خبرې روانې دي.

په ورته مهال بي بي سي د طالبانو د ویاند “ذبیح الله مجاهد” په حواله خبر ورکړی چې د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جوړ جاړي په دې خبرو کې د منځګړي په توګه رول لوبوي.

یو شمېر طالب سرچینو بیا هغه راپورونه بې بنسټه بللي، چې پکې ویل شوي و، چې د ارګ سره د جوړجاړي له پاره د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر “ملا برادر اخند” له دوحې کابل ته رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نېږدې د ټولو ولایتونو تر نیولو وروسته نن یکشنبه اعلان وکړ چې د زور له لارې افغان پلازمېنې کابل ته د ننوتلو اراده نه لري او هڅې روانې دي چې په سوله ییزه توګه د واک د لېږد بهیر ترسره شي.

طالبانو دغه راز په خپله اعلامیه کې خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې وه چې د کابل په در وازو کې دې ودریږي؛ خو ښار ته دې د ننوتلو هڅه نه کوي.

باید وویل شي چې طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي.

Leave a reply