کونړ ولایت کې د یو وسلوال برید پۀ ترڅ کې شپږ سیمه ییز طالبان وژل شوي دي 

0
170

کونړ ولایت کې د یو وسلوال برید پۀ ترڅ کې شپږ سیمه ییز طالبان وژل شوي دي 

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په جلال اباد کې هم د ا.ا یو سیمه ییز چارواکی د یو وسله وال کس په ډزو وژل شوی و چې د هغې پېښې انګېزه هم شخصي دښمني بلل شوې وه.

 

(2022 / 1 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو تایید کړې ده چې په دغه ولایت کې په یوه پېښه کې د ا.ا د یو سیمه ییز قومندان او د هغه د زوی په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د کونړ ولایت د استخباراتو مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د یو وسله وال کس په ډزو د ا.ا د یو سیمه ییز قومندان او د هغه د زوی په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

چارواکو د دې پېښې انګېزه شخصي دښمني بللې ده. د یادونې ده چې تر دې وړاندې په جلال اباد کې هم د ا.ا یو سیمه ییز چارواکی د یو وسله وال کس په ډزو وژل شوی و چې د هغې پېښې انګېزه هم شخصي دښمني بلل شوې وه.

Leave a reply