د پیښور او تورخم لویه لار د څو ساعتو د تړلو نه پس بیا پرانستل شوه

باغی وي رپورټ
نن د پیښور او تورخم لویه لار د لنډیکوتل تحصیل د مچنۍ چیک پوسټ سره د پسید خیل قوم د مشرا نو او ځوانانو له اړخه احتجاج وتړل شوه.
د احتجاج کوونکو غوښتنه وه چې خوګا خیل قوم دې مونږ سره د زمکې حدبندي معلومه کړي، احتجاج کوونکو د څه وخت لپاره لویه لار وتړله .
د لنډی کوتل پولیس سټیشن ایس ایچ او عشرت شینواری پسیدخیل قوم مشرانو سره ددوی ستونزې او غوښتنو په اړه خبرې وکړې او دوی له ی باور ورکړو چې اړوند چارواکو سره به ددوی ستونزه او غوښتنې را اوچتې کړي چې په امن سره ددوی دا ستونزه او شخړه هواره شي.






