یونیسف خبر ورکړی چې ښايي خوار ځواکي افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو ژوند واخلي
یونیسف خبر ورکړی چې ښايي خوار ځواکي افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو ژوند واخلي
دغه ادارې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان دمګړی له خوارځواکۍ سره مخ دي او ددې احتمال شته دی چې د روان میلادي کال تر پایه یو میلیون افغانان د خوارځواکۍ له امله له مرګ سره مخ شي.
(2022 / 1 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
خوارځواکي ښایي روان کال د یو میلیون افغان ماشومانو ژوند واخلي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د روان ناسم اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغه ادارې ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه ماشومان دمګړی له خوارځواکۍ سره مخ دي او ددې احتمال شته دی چې د روان میلادي کال تر پایه یو میلیون افغانان د خوارځواکۍ له امله له مرګ سره مخ شي.
یونسیف تر دې وړاندې هم غوښتنه کړې چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دې توګه د میلیونونه وګړو ژوند وژغوري.