دوبۍ ایکسپو کې سرمایه دار په خیبر پښتونخوا کې سرمایه لګولو ته تیار شوي دي

د دوبۍ په نړیوال نندارتون کې د خیبر پښتونخوا سټال
باغي ټي وي رپورټ
د دوبۍ ایکسپو په موقع د خېبرپښتونخوا حکومت لخوا د سرمایه کارۍ کانفرنس تابیا کول په دې صوبه کښې د سرمایه کارۍ له لارې د اقتصادي فرصتونو د ودې لپاره یو مهمه هڅه او ګام دې .
دا بیان د وزیراعلی محمود خان په ټولنیزو رسنیو خپور شوې دې.
د خپور شوي بیان مطابق په دې کانفرنس کې د کویت انویسټمنټ اتھارټی، کوریا هایډرو او نیوکلیئر پاور کمپنۍ، سمارا ګروپ، وی آر ګروپ، سګما ګروپ، ملک فومز، پاکستان بزنس کونسل، نوبل فیوچر لینډ او یو شمېر شرکتونو په ګډون ګڼ شمېر پانګوالو ګډون وکړو.
په دې کانفرنسونو کې د سرمایه لګوونکو په خیبرپښتونخوا کې د سرمایه لپاره خوښي څرګنده کړه، دې سرمایه لګولو سره په خیبرپښتونخوا کې د روزګا یو شمیر موقعې په لاس عام اولس ته په لاس راشي او د عام وګړو ژوند به ښه او خوشحال شي.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په ټويټر پيغام کې لیکلی چې د یو کامیاب د پانګونې کنفرانس په تابیا کولو او ښه انتظام کولو خپل ټول ټیم او د صوبې ټولو ادارو ته چې شپه او ورځ یې په پلان او تنظیم کې برخه اخیستې وه مبارکي وایم او ددوی ښه کار ستانیه کوم .
هغه وایی چې زمونږ ګډې هڅې به ګټورې وي او دا به ددې صوبې د پرمختګ لپاره یو بنیادي وی او د پرمختګ او خوشحالۍ خوب به رښتیا کړي.





