پیښور پولیسو د آیس نشه سپلایی کوونکي نیولي دي

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور د رحمان بابا پولیس سټیشن پولیسو یو چمتو ټیم د ښار په رنګ روډ، اچر، کوهاټ روډ، کوهاټ اډه او شاوخوا سیمو کښې د نشه ایزو موادو د خرڅونکو په ضد خاص کریک ڈاون کړی دی.
د پولیسو له لوري جاري شوي یو بیان کې وایی چې په دې عملیاتو کې اوه شکمن کسان د ټوکن په شکل کښې آئس سپلائی کولو په تور نیولی شوی دی .
پولیس وایی د نیول شوو کسانو څخه 610 ګرامه آیس هم برآمد شوی دی. د پولیس بیان مطابق د ټولو ملزمانو په ضد مقدمه درج کړے شوي او پولیسو پلټني پیل کړي دي.






