خوګاخیل قوم مشران دې مونږ سره د زمکې حدبندۍ شخړه په جرګه او خبرو هواره کړي: د پسید خیل قوم مشرانو او ځوانانو غوښتنه

باغی ټي وي رپورټ
په لنډي کوتل پريس کلب کښې يوي خبري غونډي ته باید خان، ملک ربيع الله، حاجي راز محمد، ستار افغان، آزاد ولي شينواري او زيبر ولي اوويل چي د خوګا خیل قوم مشران دې پسید خیل قوم سره د زمکې شخړه په خبرو اترو او د جرګې له لارې هواره کړي.
دوی اوویل چې خوګا خیل قوم سره ددوی شخړه د څه مودې راهيسي روانه ده ولي تر اوسه پوري دا شخړه هواره نه شوه او وس د خوګا خیل قوم د زمکې د حدبندۍ په اړه تجاوز هم کړې دې ۔
هغه زياته کړه، چې څه موده وړاندې د خوګا خېل قوم زمونږ په زمکه کې دوه کوټې هم جوړې کړې چې د پسيدخېلو قوم د ځوانانو له خوا ونړول شوې.
هغوی زیاته کړه د خوګا خیل قوم سره دوی کومه لانجه او شخړه نه غواړي او دوی غواړي چې د زمکې د حدبنۍ دا شخړه په جرګه او د مشرانو ترمینځ د خبرو اترو له لارې هواره کړي.
په آخر کې د پسید خیل قوم ځوانانو او مشرانو د این ایل سي چارواکو او افسرانو څخه اوغوښتل چې په تورخم کې دې د پسيد خېل په زمکه تعمیري کار زر تر زر ودرول شي، هغوی اوویل چې دا د پسیدخېلو زمکه ده او مونږ په تورخم کې د ۲۸ او ۲۹ نمبر خسره زمکې اسناد هم لرو چې دا زمونږه ملکیت دې.





