په پیښور کې د ګرانۍ طوفان، د خوراکي توکو قیمتونه ورځ به ورځ په زیاتیدو دي

0
253

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پيښور کې د خورکي توکو قیمتونه ورځ په ورځ په په زياتيدو دي او د ورځي په تيريدو سره د ضروري څيزونو نرخونه مخ په زياتيدو روان چي له وجي ئي د عام خلقو ژوند د سختو ستونزو سره مخ شوې دې.
د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق ناجایز ګټه خوړونو دوکاندارانو او سوداګرو په مليونونو روپۍ ګټلي دي په داسې حال کې چې دوی د عام خلک ژوند د سختو مالي مشکلاتو سره مخ کړې دې.
د رپورټ مطابق مقامي غوړي د فی کیلو 315 روپیو څخه 325 روپیو ته ختلي ، پنځه کیلو غوړي له 2000 روپیو څخه 2100 روپیو ته زیات شوي او د ځینو شرکتونو غوړي له 400 څخه 420 روپیو ته لوړ شوی دی.
د خوراکي تیلو قیمت له ۳۶۰ روپو څخه ۳۷۰ روپو ته زیات شوي دي.
عام اولس د حکومت او د پیښور انتظامیه څخه غوښتنه کوي چې دې ناجایز ګټه خوړونکو دوکاندارانو او سوداګرو په ضد دې کاروایی وکړي.

Leave a reply