هرکال به د قومی سلامتي پالیسۍ جاج اخستل شي: ډاکټر معید

0
247

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د حکومت وزیراعظم عمران خان د قومي سلامتیا صلاحکار ډاکټر معید یوسف په یو بیان کې ویلي دي چې حکومت د قومی سلامتي پالیس په صحیح توګه په هیواد کې د عملي کولو لپاره هر ممکن ګامونه پورته کړي چې دا پالیسې په دې هیواد کې عملي شي.

یو شخصي ټي وي سره په خبره کې ډاکټر معید اوویل چې هر کال به ددې پالیسۍ جاج اخستل شي، هغه زیاته کړه چې دا یو بنیادي او مهم دستاویز دې چې جاري کړې شوې دې.
هغه اوویل چې د د قامي سلامتيا پالسۍ سره به د هېواد بشري او معاشي سلامتيا باوري كولو په اړه مرسته وشي، د یوې پوښتنې په ځواب كې هغه اوویل چې هر نوې حکومت هم په دې پالیسۍ کې بدلون کولې شي.
ډاکټر معید اوویل چې د هیواد ټولو ذمه وارو سره ددې پالیسۍ په جوړولو کې پوره پوره مشوره شوه وه.
د اې پي پي رپورټ مطابق د قومي سلامتي پالیسۍ د پرانستې په دستوره كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر٬ وفاقي وزيرانو٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ د ټولو سروسز چيفس٬ سفارت کارانو، لوړ پوړه چارواکو او د فوځ نمایندګانو او مشرانو ګډون وکړو.

Leave a reply