د ا.ا.ا لۀ ترکمنستان سره دوه اړخیزې اړیکې ګټورې بللې دي
د ا.ا.ا لۀ ترکمنستان سره دوه اړخیزې اړیکې ګټورې بللې دي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له کابله عشق اباد ته تللي پلاوي له ترکمنستاني چارواکو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې وکړې چې د ده په وینا دا به د راتلونکو اقداماتو لپاره لاره هواره کړي.
(2022 / 1 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسلامي امارت وايي، د ترکمنستان له حکومتي چارواکو سره يې د پلاوي خبرې ګټورې وې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له کابله عشق اباد ته تللي پلاوي له ترکمنستاني چارواکو سره په بېلابېلو برخو، په تېره په اقتصادي برخه کې ګټورې خبرې وکړې چې د ده په وینا دا به د راتلونکو اقداماتو لپاره لاره هواره کړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ پر ټویټر لیکلي و چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت معین وفا حاجیوف په هرات کې له خپل افغان سیال شیر محمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې ویلي و چې هېواد یې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د نل لیکې یا ټاپي د رغونې کار د سږني کال په سېپټمبر میاشت کې پیلوي.
اړوند موضوعات:
د ټاپي د رغونې چارې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ میاشت کې رسمآ پرانېستل شوې خو د دې پروژې تطبیق د امنیتي ګواښونو له کبله تراوسه ځنډېدلی دی.