د امریکا سنا مجلس لۀ پنټاګون څخه افغانستان کې د پاتې تجهیزاتو پۀ اړه معلومات غوښتي

د امریکا سنا مجلس لۀ پنټاګون څخه افغانستان کې د پاتې تجهیزاتو پۀ اړه معلومات غوښتي
د امریکا د کانګریس غړي وایي چې د امریکایي وګړو په میلیاردونه ډالرو مالیاتو اخیستل شوې او جوړې شوې وسلې او مهمات په وړیا توګه په افغانستان کې پرېښودل شوي چې دوی ته یې اندېښنې جوړ کړې او باید پنټاګون په دې اړه وضاحت ورکړي.
(2022 / 1 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکايي استازي په افغانستان کې له امریکایي پوځ د پاتې وسلو راپور غواړي.
د امریکا د کانګریس ۲۸ غړو په یوه لیک کې ددغه هېواد د دفاع له وزارت غوښتي چې په افغانستان کې د امریکایي وګړو په مالیاتو د اخیستل شوو وسلو د برخلیک او کره شمېرو په اړه دې دوی ته راپور ولېږي.
د کانګریس غړي وایي پنټاګون ته یې درې میاشتې د دې چارې لپاره وخت ورکړی و، خو تر اوسه هم په دې اړه راپور دوی ته نه دی رسېدلی.
اړوند موضوعات:
امنیتي ځواکونو یو ځل بیا پکتیکا ولایت کې پاکستان ته قاچاق کوونکې سلګونه میله سلا نیولې ده