د جمعیت علمای اسلام ف رضا کارو د بجلۍ بحالولو لپاره د ټیسکو ادارې سره مرسته پیل کړې ده

د جمعیت علمای اسلام ف رضا کارو د بجلۍ بحالولو لپاره د ټیسکو ادارې سره مرسته پیل کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علماء اسلام ف تحصیل لنډی کوتل رضاکارانو د جمعیت علمائے اسلام تحصیل لنډی کوتل سینئیر نائب امیر مولانا عاقب آفریدی او د تحصیل سالار ذاکر آفریدی په مشرۍ کې د ټیسکو اهلکارو سره مرستې پیل کړي دي .
څو ورځې وړاندې د د جمرود په شاګۍ سیمه کې د بریښنا لوی برجونه غورزیدلي دي چې له وجهې ټول لنډیکوتل ته د بجلۍ سپلایی بنده شوې ده.
په دې موقع رسنیو ته رضاکارانو اوویل چې دوی به دا مرسته جاري وساتي ترڅو لنډیکوتل ته بجلي بحال شي او د لنډیکوتل خلقو د بجلۍ دغه ستونزه هواره شي.







