په لنډیکوتل کې د ماشومانو د لوبو میله پیل شوه

باغي ټي وي رپورټ
د ښوونځي مشر اصف خان شينواري د لنډيکوتل په تحصیل شيخ مل خېل سيمه کې په الفرقان اسلامک پبلک هائي سکول کې د سپورټس ګالا پرانسته وکړه، د لوبو په دې میله کې ګنړ شمیر ماشومان برخه اخلي.
په دې سپورټس ګال کې به د زده کوونکو تر منځ بېلابېلې لوبې ترسره کېږي چې له امله يې د ښوونځي په زده کوونکو ښه اغیزه وشي.
په دې موقع پرنسپل اصف شينواري وويل چې د سپورټۍ دې میلې اصلي مقصد زده کوونکو ته د تفريح یوه موقع برابرول دي، هغه زیاته کړه چې دلوبې د زده کوونکو په ذهني او جسماني دواړو اړخونو ډیره مثبته اغیزه لري.
هغه زیاته کړه چې ددې سیمې ځوانان او زده کوونکي صلاحیتونه لري چې د تعلیم سره سره د لوبو په میدان کې هم د ملک نامه روښانه کړي.






