د پولیسو ایس ایچ او په ضد احتجاج شوې

باغي ټي وي رپورټ
د پیښور ګړهی قمر دین خلقو د ایس ایچ او سجاد خلاف احتجاج کړے دے, احتجاج کوونکو ایس ایج او په ناقانونه توګه د نغدو پيسو او موټرو په نيولو تورن کړې دې .
د ګړۍ قمر دین اوسېدونکو د پخوانې ایس ایچ او مچني ګیټ سجاد خان د ظلمونو او تورونو په ضد د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې او د وزیر اعلی او آئي جي خیبر پښتونخوا نه یې غوښتنه کړې چې دوی ته دې انصاف، تحفظ او د دغه ایس ایچ او څخه ی د ګاړو واپس کولو غوښتنه وکړه. د لاريون مشري سيف الرحمن او نورو کسانوړکوله.
مظاهرچيانو په لاسونو کښې پلے کارډونه او بينرونه نيولي وو چې پکښې ددوي په حق کښې مطالبات ليکل شوي وو، مظاهرينو په سړک باندې ټايرونه سوځولي او نعرې يې وهلې، د ديوال تقدس يې تر پښو لاندې کړ، کورونه يې لوټ کړل په داسې حال کښې چې ايس ايچ او په ناقانونه توګه د دولس لاکه روپو نقدي او څلور لکه روپۍ قبضه کړې وه۔ د کور څخه موټرونه، بیا د 16 لکه روپیو نور رشوت غوښتنه وکړه.






