وانا پریس کلب صدر بیرسټر محمد علي سیف سره ملاقات کړې

باغي ټي وي رپورټ
پيښور: د جنوبي وزيرستان ضلعي پريس کلب يو وفد د خيبرپښتونخوا وزيراعلي خاص مرستيال بيرسټر محمد علي سيف سره ملاقات کړې .
خاص معاون بيرسټر محمد علي سيف په دې موقع د قبایلی سیمې خبریالانو ته اوویل چي وزيراعلي محمود خان د صحافيانو د فلاح لپاره شخصي دلچسپي اخلي۔ او حکومت په ضم شوي ضلعو کې د صحافتي فعالیتونو د ودې لپاره ګامونه پورته کوي. ځانګړي مرستيال بيرسټر محمد علي سيف زياته کړه چې د خبريالانو د ټولنې رول د عامه مسايلو په ګوته کولو کې مهم دى. نوموړي وويل، چې په يو شمېر ضلعو کې ګڼې پرمختيايي پروژې بشپړې شوې او په ډېرو يې کار روان دى.
د ضلعي پريس کلب وانا وفد خاص معاون بيرسټر محمد ته د جنوبي وزیرستان ته د راتلو دعوت ورکړو.






