پاکستان ساینس ایکسپو د پاکستان مثبت اړخ نړۍ ته ور په ګوته کړي: شبلي فراز

باغي ټي وي رپورټ
د ساینس او ټیکنالوجي وزیر سینیټر شبلي فراز د پاکستان ساینس ایکسپو په اړه یو بیان کې ویلي دي چې دا به یو لوی ایونټ وی او ددې لوی ایکسپو سره به د پاکستان نوم په نړیول کچ ډیر په مثبت ډول خپور شي.
رسنیو سره په خبرو کې شبلي فراز اوویل چې د سائنس انقلاب زمونږ سباؤن دې ،هغه زیاته کړه چې د پاکستان اولس سوكالۍ ته خاص پام لرنه كوو چې دا اولس خوشحال ژوند ولري.
هغوی اوویل چې د سائنس او ټيکنالوجي وزارت ذيلي ادارې پاکستان سائنس فاؤنډيشن د سيورې لاندې پاکستان سائنس ايکسپو به په 28 او 29 جنوري وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې كېږي۔
وفاقي وزير ووئيل پاکستان سائنس ايکسپو 80 سلنه سټالونه د اول نه بکنګ شوې دې چې ددې ایکسپو اهمیت څرګندوي.
د یادونې ده چې په پاك چائنا فرينډشپ سينټر كښې كيدونكې ايکسپو كښې به قومي او غير ملکي شخصيات، پار لماني غړي ، سرکاري افسران، نجي کمپنيو ايګزيکټوز او سي اي اوز، بيلو څانګو څخه تعلق لرونكې مهم شخصيات، صنعتي لارښود ، سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو زدكونكې ، سکالران، محققين او سائنسمدار ګډون كوي۔






