طالبانو د هرات ولایت لپاره نوی ښاروال معرفي کړ

طالبانو د هرات ولایت لپاره نوی ښارال معرفي کړ
د هرات ولایت مقام د حکم پر بنسټ ملا محمد ادریس د هرات د نوي ښاروال په توګه معرفي او په کار يې پیل وکړ.
طالبانو دوه ورځې وړاندې د هرات ولایت پخپله ولکه کې راووست، چې د دوو ورځو لپاره ټولې دولتي ادارې تړلې وې او ټول کارونه پۀ ټپه ولاړ ؤ، د حالاتو لۀ عادي کېدو سره طالبانو د ډیریو ریاستونو لپاره نوي رئیسان معرفي کړل، طالبانو نن سهار د هرات ولایت د مقام د ځانګړي حکم پر بنسټ ملامحمد ادریس د هرات ولایت لپاره د نوي ښاروال پۀ توګه معرفي کړ.
دا پۀ داسې حال کې ده چې لۀ کابل او پنجشیر پرته نور ټول ولایتونه د طالبانو پۀ ولکه کې دي، ویل کېږي چې د کابل او پنجشیر ولایت طالبانو د سپارلو خبرې هم روانې دي.





